د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۵

د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین څرنګوالی

ډاکتر نېک ولي شاه مومن
ډاکتر نېک ولي شاه مومن

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، راتلونکې اوونۍ به پاتې ۱۳ ولایتونو کې هم دا کمپاین پیل کړي چې ورسره به تر پنځو کلونو کشر نږدې ۱۰ ملیونه ماشومان واکسین شي.

پولیو یا ګوزڼ یوه وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده چې یوازې افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.

افغانستان کې سږ کال د دغه ویروس یوازې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، حال دا چې تېر کال دا پېښې ۵۶ وې.

د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودين د افغانستان د پولیو د له‌منځه وړلو د ملي عملیاتي مرکز له مشر ډاکتر نېک ولي شاه مومن سره مرکه کړې او په پیل کې یې د پیل شوي کمپاین پر څرنګوالي پوښتلی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

XS
SM
MD
LG