د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۱

ترکیې د لومړي ځل لپاره د کرونا د بدلې شوې بڼې 'اومېکرون' پېښې تأیید کړې


ارشیف، استانبول کې یو شمېر اوسېدونکي
ارشیف، استانبول کې یو شمېر اوسېدونکي

ترکیې نن د لومړي ځل لپاره د کرونا د بدلې شوې بڼې اومېکرون شپږ پېښې تأیید کړې.

دغلته مسؤلانو ویلي چې ناروغان‌یې ډېرې شدیدې نښې نښانې نه‌لري.

د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوچا ویلي، یوه پېښه په استانبول او پنځه نورې په ازمیر ښار کې ثبت شوي چې ناروغان‌یې بستر شوي نه‌دي.

اومېکرون چې د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې کشف شو، تر اوسه د نړۍ ۶۰ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د سیمې لسګونه هېوادونو له جنوبي افریقا سره په تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG