د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

جنوبي افریقا: 'اومېکرون' د پخوانیو هغو پرتله ناروغي نه شي پېښولای


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د جنوبي افریقا ساینس پوهان وايي، په خپلو تحقیقاتو کې یې داسې نښې نه دي موندلي چې د 'اومېکرون' په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه د پخوانیو هغو پرتله سخته ناروغي پېښولای شي.

'اومېکرون' لومړی څه باندې دوه اوونۍ مخکې په جنوبي افریقا کې وموندل شو.

که څه هم ساینس پوهانو ویلي دي چې په دې اړه د څېړنو لپاره نور وخت ته اړتیا شته خو د جنوبي افریقا د روغتیا وزیر جو فاهلا پرون وویل چې د دې ناروغۍ د جدیت او شدت په اړه مثبتې نښې نښانې شته.

ښاغلي فاهلا وویل چې که څه هم روغتونونو ته د ناروغانو د مراجعې په کچه کې زیاتوالی راغلی، خو د ده په وینا لومړني معلومات ښيي چې یوازې ارقام لوړ دي نه د ناروغۍ د جدیت کچه.

چارواکي وايي، د کرونا ویروس اومېکرون بڼه اوس د نړۍ څه باندې پنځوسو هېوادونو ته خوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG