د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۰

اروپا کې زرګونو کسانو د کرونا محدویتونو پر ضد لاریونونه کړي


په رومانیا کې د کرونا وایروس د نوې محدودیتونو پر ضد  لاریون
په رومانیا کې د کرونا وایروس د نوې محدودیتونو پر ضد  لاریون

لسګونو زرو تنو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره د لګولو شوېو محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې.

تر ۴۰ زره ډېر کسان پرون شنبې د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د اعتراض په دود راټول شول.

دا پر له پسې درېیمه شنبه ده چې هغوی د کرونا وبا له کبله د بندیزونو پرضد مظاهره کوي.

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د ډېلټا بڼې له خپرېدو وروسته بندیزونه ډېر شوي دي.

د جرمني په څو ښارونو کې هم لسګونو زرو کسانو مظاهرې وکړې.

په جرمني او ځینو نورو هېوادونو کې یوازې هغه کسان رسټورانونو، کلتوري مرکزونو او ډېرو پلورنځیو ته ننوتی شي چې یا یې بشپړ واکسین کړی وي یا یې تازه کرونا تېره کړې وي.

XS
SM
MD
LG