د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۰

'WHO': نړیوال دې د کرونا نوې بڼې ته تیاری ونیسي نه دا چې وارخطا شي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوال سازمان دا مني چې د کرونا ویروس نوې بڼه د سرایت له پلوه خورا چټکه ده، خو له نړیوالو غواړي چې د وارخطایۍ پرځای ورته چمتو شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان یا 'WHO' مخکښې ساینس پوهې سومیې سوامي ناټان Soumya Swaminathan پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) وویل، دا اټکل ممکن نه دی چې د اوميکرون په نوم د کرونا نوې بڼه به د مسلط جریان په توګه د دې ویروس پخوانۍ بڼه چې د ډېلټا په نوم یادېده له منځه یوسي، خو هغې له جنوبي افریقا څخه د وتلې نوې بڼې د ورځني ضریب د شمېر د زیاتېدو یادونه وکړه.

مېرمن سوامي ناټان زیاته کړه چې نړیوال باید د ویروس دې بڼې ته تیاری ونیسي نه دا چې وارخطا شي ځکه د دې په وینا نړۍ اوس په هغه وضعیت کې نه ده چې تېرکال و.

ساین سپوهان اوس مهال په دې اړه څېړنې کوي چې ایا اومیکرون د ډېلټا پرتله چې د کرونا ویروس مسلطه بڼه ده، د سرایت له پلوه چټکه ده که نه او دا چې ایا واکسین اغېز پرې کوي که نه؟

مالیزیا پرون د هغو دېرشو هېوادونو په نوملړ کې ور زیات شو چې د اوميکرون مثبت موارد یې تایید کړي دي.

د اروپايي ټولنې د روغتیا ادارې پرون خبرداری ورکړ چې اومیکرون ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې په اروپا کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو نیمايي برخه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG