په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي.
«Omicron» د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي.
د متحده ایالاتو روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي وو.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون (د ډسمبر دوهمه) د نړیوالو مسافرینو لپاره نوي اقدامات اعلان کړل او ژمنهیې وکړه چې امریکایان به ډېر ژر په کور کې د 'کووېډ-۱۹' وړیا ازموینې ته لاسرسی پيدا کړي.
اخوا په هند کې هم چې مخکې کرونا سخت ځپلی د اومېکرون بڼې یوه پېښه پرون راپور شوې ده.
ساینس پوهان د «omicron» د څېړنې په حال کې دي ترڅو وګوري چې ایا دا ډول د ډېلتا په پرتله ډېر عام دی او د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کېږي که څنګه؟ دوی دا هم مطالعه کوي چې د اومېکرون په وړاندې شته واکسینونه څومره اغېزناک دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د دې پوښتنو ځوابونه ممکن څو اوونۍ وخت ونیسي.