ملګري ملتونه وايي چې د کرونا وبا له خپرېدو سره د لاتینې امریکا او کربین سیمې ملیونونه وګړي د لوږې زغملو ته اړ شوي دي.
د خوراکي امنیت او خوړو په اړه د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، یوازې په یوه کال کې، یعنې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د هغو کسانو شمېر چې په دې سیمه کې له لوږې سره مخامخ دي، په سلو کې ۳۰ زیات شوی دی.
په همدې منځ کې کرونا وبا پر دې سربېره چې د ډېر شمېر انسانانو ژوند له روغتیايي پلوه له خطر سره مخامخوي، د سیمې پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کړی دی.
کرونا په ډېرو سیمو کې د وړو کاروبارونو د بندېدو سبب شوې ده.
په لاتینه امریکا کې ګولاتمالا او ونزوئلا تر ټولو ډېر زیانمن شوي هېوادونه دي.