د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۳

ډیپلومات: د افغان پناه غوښتونکو لپاره په منځنۍ اسیا کې ځای نه‌شته

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر هغه راپور تمرکز کړی چې په‌کې یې د پخواني افغان امنیتي ځواکونو د تر ۱۰۰ زیاتو غړو د اعدام او یا جبري نادرکه کېدو مسئله یاده کړې ده.

دا راپور چې د لیندۍ په نهمه خپور شو په‌کې ویل شوي، په کندهار، هلمند، غزني او کندز ولایتونو کې د پخوانيو ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او د پخواني حکومت پلوو ملېشو یو شمېر غړي طالبانو ته له تسلیمېدو یا د دوی له‌خوا تر نیول کېدو وروسته اعدام شوي او یا تري تم کړای شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، طالب مشرانو په وار وار اعلان کړی چې د امنیتي ځواکونو په شمول د پخواني حکومت کارکوونکي دې له دوی څخه هېڅ ډول وېره نه‌لري، خو د ورځپاڼې په وینا ظاهراً داسې نه‌ده.

د ملي اردو یو شمېر افسرانو ویلي ورته امر شوی چې خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري او په بدل کې یې له هغوی د خوندیتوب یو لیک ترلاسه کړي.

لیکنه وړاندې وايي، د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا په خپله وینا کې د طالبانو له‌خوا هر ‌ډ‌ول غچ اخیستنه رد کړه.

نوموړي وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته عمومي بخښنه اعلان شوې او عملي شوې ده.

خو د بشري حقونو څار سازمان وايي، د طالب مشرانو دې امر د دې ډلې د هغو سیمه‌ییزو قوماندانانو مخه نه‌ده نیولې چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځیني غړي یې وژلي او یا تري تم کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې مسؤلې پتریشیا ګاسمن د دې راپور له خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو د سر و مال د خوندي ساتلو مسؤلیت لري.

  • ډیپلومات

د ډیپلومات ورځپاڼې بله موضوع څېړلې او لیکلي یې دي، د افغان پناه غوښتونکو لپاره په منځنۍ اسیا کې ځای نه‌شته.

د خپرونې په وینا، دې هېوادونو د افغان کډوالو پر مخ دروازې تړلي او په سختو پالېسیو کې یې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

وړاندې ویل شوي چې اروپايي هېوادونه هم چندان د تازه افغان پناه غوښتونکو منلو کې لېوالتیا نه‌لري، خو چمتو دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغان پناه غوښتونکو د منلو په مقابل کې مالي مرسته وکړي. خو د ډیپلومات په وینا دا وړاندیز تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دی.

د دې لیکنې د لیکوال په باور د افغان کډوالو پر مخ د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پولو تړل د اروپايي ټولنې لپاره د منلو اقدام نه‌دی، ځکه اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو په بحران کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پراخې ونډې اخیستو غوښتونکي دي.

ډیپلومات وړاندې وايي، افغان پناه غوښتونکي په لومړي قدم کې له امنیتي پلوه د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره اندېښنه بلل کېږي او دوهمه اندېښنه هم بشري ناورین دی.

د دې لیکنې په پای کې راغلي چې تاجکستان په دې سیمه کې د افغان پناه غوښتونکو د لوی کوربه په توګه د کډوالو د منلو بهیر درولی دی او ان د هغوی اجباري ایستلو ته‌یې مخه کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG