د میدان ښار اوسېدونکې ليلما چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې ده وايي، وېره لري چې تر ابده بېتعلیمه پاتې نهشي.
دا وايي موږ د یوې باسواده او پرمختللې ټولنې د لرلو په هیله زدهکړې کولې، خو له بده مرغه چې اوس نیمګړې پاته دي.
دا د طالبانو له حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
له اغلې لیلما سره زموږ همکار مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتنه کړې چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته څه احساس لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ: