د ازادي راډیو د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې:
- بزګران وايي، د تارياکو بيې تر پروسږکال دوه برابره لوړې شوي دي.
- په يوه بل راپور کې به واورئ چې په جوزجان ولايت کې د معتادینو د درملنې مرکزونو ساحوي کارکوونکي د وقايې لپاره روغو خلکو ته د نشه يي موادو په اړه پوهاوی ورکوي.
- دا چې حمايوي ګروپونه له اعتیاد څخه د مخنيوي په برخه کې څومره موثر او ګټور دي، په دې اړه له ډاکټرې ګلشن صافۍ سره مرکه د ازادي راډیو مرکه واورئ.
- د يوه معتاد خاطره هم اوریدلی شئ.
- په پای کې ډرامه هم لرو.
دا ټول پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: