د افغان جاپان روغتون رییس ډاکټر زلمی رښتین وایي، د کووېډ ـ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د دوی روغتیایي وسایل او درمل په خلاصېدو دی او که ورسره ژر مرسته ونه شي نو به ونه شي کولی چې نور د کووېډ ـ ۱۹ ناروغان ومني.
ښاغلي رښتین پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د هېلټ نېټ له موسسې سره چې له دوی سره یې مرسته کوله، موجوه قراراداد د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
دی وايي: "تر اوسه 'WHO' موږ سره عملي همکاري نه ده کړې، خو وعدې یې کړي دي او نن یې هم یو ټیم راغلی و او دوی ویلې چې موږ کوښښ کوو چې دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړو او درسره مرسته وکړو."
ښاغلي رښتین زیاته کړه چې اوس هم د ورځې تر پنځلسو پورې د کووېډ – ۱۹ ناروغان یې روغتون ته مراجعه کوي او له څلورو تر پنځو پورې یې بستروي.
تر دې مخکې هم د دې روغتون چې په کابل کې د کووېډ – ۱۹ ناروغانو د درملنې یوازینی روغتون دی، مسولینو او روغتیا پالانو د درملو، اکسیجن او روغتیايي تجهیزاتو ترڅنګ د خپلو تنخواو د نه ورکړې شکایتونه کړي وو.