د افغانستان نابینا لوبغاړی ولي محمد نوري د نابینایانو په سیالیو کې اتل شو.
د بدني روزنې او سپورټ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ځغاستې دې لوبغاړي د نورو هېوادونو د سلګونو لوبغاړو په منځ کې له ټولو مخکې ټاکلې کرښې ته ورسېد او لومړی مقامیې وګاټه.
دا سيالۍ د نږدې ٥٠٠ لوبغاړو ترمنځ د ۱۰۰ مترو په واټن کې د انګلستان په لندن ښار کې ترسره شوې چې ولي محمد نوري په کې لومړى مقام خپل کړ.