د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۵

اروپا کې د بندیزونو دوام؛ اتریش کې عمومي ټولبند اعلان شو


په اتریش کې پولیس د کرونا واکسین شوي کسان پلټي
په اتریش کې پولیس د کرونا واکسین شوي کسان پلټي

په اروپا کې د کرونا د بندیزونو په دوام اتریش سر له نننه عمومي قرنطین یا ټولبند نافذ کړ.

د اتریش ۸،۹ ملیونه وګړي له کار، سودا اخیستو او تمرین پرته له کوره د راوتو اجازه نه‌لري.

دغه هېواد کې رستورانونه، بارونه، سلمانۍ، نندارې او هغه دکانونه بند شوي چې د اړتیا وړ توکي په‌کې نه‌پلورل کېږي.

دا بندیزونه به د ډسمبر تر ۱۲مې نېټې دوام وکړي.

په چک جمهوریت کې هم سر له نننه پر هغو کسانو د تګ راتګ بندیزونه لګول شوي چې واکسین‌یې نه‌دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د کرونا د بندیزونو پر ضد د خلکو اعتراضونه هم پراخ شوي دي.

په هالند کې بېګا درېیمه شپه وه چې بلوا وشوه او له بلجیم، کرویشیا، سویس او ایټالیا هم د مظاهرو راپورونه ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG