د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۵

ایران: له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي


یوه ایرانۍ روغتیاپاله
یوه ایرانۍ روغتیاپاله

د ایران د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې خپل له نیمایي زیات وګړي یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پرضد واکسین کړي دي.

دوی پرون وویل چې دغه هېواد کې په کرونا د اخته کېدو او له کبله یې د مړینې شمېرې هم په کمېدو دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د ایران د عامې روغتیا د شمېرو پر بنسټ وایي، د ایران د ۸۳ میلیونه نفوس له ډلې ۴۴ اعشاریه دوه میلیونو دوه ډوزه او ۱۲ اعشاریه ۲ میلیونو یې یو ډوز واکسین کړی دی.

ایران له بېلابېلو واکسینونو، له هغې ډلې د چین له سینوفارم واکسین نه ګټه اخلي.

په منځني ختیځ کې ایران د کرونا له زیاتو پېښو سره لاس او ګریوان دی او تردې دمه یې په رسمي ډول څه باندې شپږ میلیونه مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

ایران کې شااوخوا ۱۲۹ زره کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

ایران کې د کرونا د پېښو له کموالي سره د پنجشنبې له ورځې بېرته د فوټبال ستډیومونه د ۳۰ فیصده په ظرفیت نندارچیانو ته په ازمیښتي ډول پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG