د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

د تحریک لبیک پاکستان د مشر سعد رضوي پر خوشې کېدو د ګڼو فعالانو اندېښنه

د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد رضوي
د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد رضوي

په پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان په نوم مذهبي ډلې پرون د خپل زنداني شوي مشر سعد رضوي خوشې کېدل تأیید کړل.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د دغې ډلې نوم، د غیر قانوني ډلو له فهرست څخه لیرې کړ او تر دې مخکې حکومت په دغه هېواد کې د تحریک لبیک پر فعالیت بندیز لګولی و.

د سعد رضوي پر خوشې کېدو ګڼو فعالانو اندېښنه ښوولې او دا یې د پاکستان سیاسي دوه مخيتوب بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د دوی مخکښ غړی علي وزیر چې سوله‌ییز اعتراضونه‌یې کول، له ۱۱ میاشتو په زندان کې دی.

د دې غورځنګ له یوې مخکښ غړې ثناء اعجاز سره د ازادي راډیو خبریال د سعد رضوي د خوشې کېدو په اړه پوښتنه کړې.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:10 0:00
XS
SM
MD
LG