د جرمني د ۱۶ ایالاتونو مشران او فدرالي چارواکي به نن پنجشنبه (د لړم ۲۷مه) د کرونا وبا د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
په جرمني کې په دې وروستیو کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.
د ایالاتونو مشران هڅه کوي چې د کرونا ویروس پر وړاندې ګډ طرزالعملونه او محدودیتونه وضع کړي چې په ټول هېواد کې به د وضع شوي سټراتیژي ځای نیسي.
تمه ده چې دغه چارواکي به پر دې خبرې وکړې چې څوک کولی شي عمومي خدمتونو ته لاس رسۍ ولري او په څه ډول کېدای شي چې په جرمني کې د واکسین اوسنۍ اندازه چې ۶۸ سلنه ده، زیاته کړي.
پرون په جرمني کې د کرونا له امله د ۲۹۴ کسانو د مړه کېدو راپور ورکړل شو چې په دې سره د ټولو مړه شوېو شمېر۹۸ زره او ۲۷۴ تنو ته ورسید.