په چک جمهوریت کې تېره ورځ د کرونا څه باندې ۲۲،۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له کله نه چې کرونا وبا راغلې، دا په دې هېواد کې چې ۱۰،۷ ملیونه وګړي لري، په ورځنۍ کچه تر ټولو لوړې شمېرې دي.
د چک جمهوریت د عامې روغتیا وزارت ننني معلومات ښيي چې د کرونا اوسنۍ پېښې د تېرۍ اوونۍ پرتله ۴۵ فیصده زیاتې شوې دي.
په یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو له دې ډلې د چک په ګاونډیو اتریش، جرمني او سلواکیا کې هم د کرونا پېښې زیاتې شوې دي.