د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به نن د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره د نړۍ د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه وي.
په دې انلاین غونډه کې به د کرونا ویروس پرضد د واکسین د وېش او د دې وبا پر نورو اړوندو مسایلو بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې متحد ایالات غواړي له دې روغتیايي بحران سره د مبارزې په چاره کې نور هېوادونه هم دخیل وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون- د لړم په اتلسمه خپور شو، وویل د غونډې کوربه- د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د کرونا وبا د ختمولو او د راتلونکي لپاره د نړیوال صحي مصوونیت په برخه کې اوسنۍ هڅې وارزوي.
په بیان کې د غونډې د ګډونوالو نومونه نه دي راغلي، خو ویل شوي دي چې د امریکا متحدو ایالاتونو هڅه کړې د نړۍ له ټولو سیمو، وچو او سیمه ییزو موسسو څخه ګډونوال په کې راغونډ کړي.