د امریکا متحده ایالاتو نن خپل سرحدونه د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې په بشپړ ډول پرانیستل چې بشپړ واکسین شوي او دغه هېواد ته ورځي.
له دې سره د نړۍ له بېلابېلو برخو دغه هېواد ته له ۲۰ میاشتو راهیسې پر تګ لګېدلي محدودیتونه یو څه نرم شول.
دغه بندیز د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا هغه وخت لګول شوي وو چې کرونا وبا په اوج کې وه او دغو محدودیتونو د اوسني ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې هم دوام درلود.
د دغو محدودیتونو له کبله چې په اروپا او د امریکا په ګاونډیو هېوادونو کاناډا او مکسیکو کې یې چندان محبوبیت نهدرلود، کورنۍ یې سره جلا، د ګرځندویۍ صنعتیې ګډوډ کړی او ډیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې کړې وې.
خو په دې بهیر کې ځیني کسان وتوانېدل چې د مشخصو ویزو په لرلو سره امریکا ته سفر وکړي.