د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۲

اوکرائین د کرونا ۳ ملیون ډوزه واکسین ترلاسه کړل

اوکرائین
اوکرائین

اوکرائین د ملګرو ملتونو له‌خوا د کرونا درې ملیون ډوزه واکسین ترلاسه کړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق، یونېسف ویلي چې د مدرنا شرکت درې ملیون ډوزه واکسینونه داسې وخت اوکرائین ته واستول شول چې دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' له یوې نوې څپې سره مخ دی.

اوکرائین کې کرونا بیا اوج ته رسېدلې او تېره ورځ د ۱۷ زره نویو پېښو د ثبت خبر ورکړل شو.

په دغه هېواد کې تېر یو شپه او ورځ څه باندې ۴۴۰ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG