د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

د کرکټ شل اووریز نړیوال جام؛ افغانستان خپلې لوبې پای ته ورسولې


د افغانستان د کرکټ لوبډله
د افغانستان د کرکټ لوبډله

افغانستان د شل اووریز کرکټ په نړیوال جام کې خپلې لوبې پای ته ورسولې.

د کرکټ د ملي ټيم غړو له خلکو غوښتي چې مأیوسه کېږي دې نه ځکه راتلونکي کې به ټيم لا ښه چمتووالی ونیسي.

د ملي ټيم غړي ګلبدین نایب پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل: "زه دوی ته وایم چې مأیوسه کېږئ مه. دنیا نه‌ده ختمه. موږ ته ډېر کار کول په کار دي. خوشبختانه موږ ته د خوشحالۍ خبره ده چې موږ اتو غوره ټیمونو کې یو او وختي بل نړیوال جام ته وتلي یو. هغه ورځ به ليرې نه‌وي چې موږ به د نړۍ درېیو غوره ټیمونو کې راشو."

افغان لوبډلې په نړیوال جام کې له پنځو لوبو یوازې دوه وګټلې او په خپل ګروپ کې یې څلورم ځای خپل کړ.

د افغانستان وروستۍ لوبه پرون د نیوزیلنډ پر وړاندې وه چې سیال ټيم‌یې د ۱۲۵ منډو هدف په دوو وېکټو په ۱۹م اوور کې پوره کړ.

له پرونیو لوبو وروسته د نړیوال جام د نیمه پایلوبو ترسره کوونکي ټیمونه هم پوره شول.

پاکستان به اسټرالیا سره مخ کېږي او نیوزیلنډ د انګستان پر وړاندې لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG