د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۱

کرکټ؛ مارک باوچر: له نیمه پایلوبې بهر کېدل د ترخې ګولۍخوړل دي


د کرکټ په شل اوریز کې د بنګله دېش او سویلي افریقا لوبه
د کرکټ په شل اوریز کې د بنګله دېش او سویلي افریقا لوبه

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی او پخوانی وېکټ ساتونکي مارک باوچر ویلي، د شل اووریزو نړیوال جام له نیمه پایلوبې بهر کېدل د یوې ترخې ګولۍ خوړلو په څېر دي.

هغه تېره شپه ناوخته له لوبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال دا خبره وکړه چې په ګروپي لوبه کې سویلي افریقا انګلستان ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه.

خو دا لوبډله د خپلو څلورو ګروپي سیالیو له ګټلو سره- سره د رن رېټ له مخې له ټورنمنټه بهر شوه او اسټرالیا د ښه اوسط په درلودلو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

د دې سیالیو په دوام نن له افغانستان او نیوزلنډ وروسته پاکستان او سکاټلند د یو بل پر وړاندې سیالۍ ته وځي.

XS
SM
MD
LG