د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

فدراسیون: سږ به افغانستان کې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ ترسره نه شي


د افغانستان غوره لیګ د تېر کال پایلوبه
د افغانستان غوره لیګ د تېر کال پایلوبه

په افغانستان کې د فوټبال سیالیو په لړ کې به هر کال له بېلابېلو زونونو څخه اتو لوبډلو برخه اخېسته.

په دې لوبډلو کې د میوند اتلان، توپان هریرود، شاهین اسمايي، د سپین غر بازان، موج های امو، عقابان هندوکش، د اباسین څپې او سیمرغ البرز وې چې د ښځو په ګډون یې زرګونه نندارچیان هم درلودل.

خو سږکال د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه هېواد کې روان وضعیت ته په پام سره به سږکال، د فوټبال د غوره لیګ سیالۍترسره نه شي.

د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، سږکال د فوټبال د غوره لیګ د نه جوړېدو عمده لاملونه، د مالي ملاتړ نه شتون، بانکي مشکلات او نشراتي ستونزې دي.

یوسف کارګر وویل، سږ کال د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ نه ترسره کیږي
یوسف کارګر وویل، سږ کال د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ نه ترسره کیږي

کارګر وایي: "کوم شرایط چې په هېواد کې روان دي، د مالي ملاتړ کوونکو نه شتون، بانکي ستونزې او خپرنیزو مشکلات د دې لامل شوي چې د فوټبال غوره لیګ ونه شي. د غوره لیګ مقدماتي لوبې به هرکال په وري میاشت کې پیلېدې او نهه میاشتې په یې دوام کاوه. ولایتونو کې به لوبې کېدې، لوبډلې به ورنه انتخابېدې بیا به هغه کابل ته راتلې او وروستی پړاو سیالۍ به یې دلته کولې."

ښاغلی کارګر وايي، کومې لوبې چې دا مهال په کابل کې د غوره لیک د یو شمېر لوبډلو، تر منځ پیل شوي، دا د غوره لیګ سیالۍ نه دي، ځکه په خبره یې د غوره لیګ سیالۍ ځان ته مقدماتي پروسه او اصول لري.

کابل کېد امن په نوم د غوره لیګ د شپږو لوبډلو تر منځ سیالۍ ترسره شوې
کابل کېد امن په نوم د غوره لیګ د شپږو لوبډلو تر منځ سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې د جمعې په ورځ د امن په نوم د غوره لیګ د شپږو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تر سره شوې چې سپین غربازان او موج های امولوبډلې په کې نشته.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال په يلازمېنه کابل کې جوړېدې چې نهه پړاوه ترسره خو لسم پړاو ترسره نه شو.

دا لوبې به د موبي ګروپ له څلورو غږیزو او تصویري نشراتي شبکو په ژونډۍ بڼه خپرېدې.

په کابل کې د موبي ګروپ مشر او د فوټبال پخوانی لوبغاړی شفیق ګوهري هم د مالي ملاتړ نه شتون د دغه لیګ د نه جوړېدو عمده لامل ګڼي.

د فوټبال غوره لیګ لوبې به هر کال همدا وخت ترسره کېدلې.
د فوټبال غوره لیګ لوبې به هر کال همدا وخت ترسره کېدلې.

ګوهري وایي: "سږ مو ونه شو کړای چې لیګ جوړ کړو، ځکه امکانات کم دي، ځکه اقتصادي ستونزې دي او ملاتړ کوونکي نشته، دا اوس د فوټبال د تېرکال د اتلولۍ لوبې خاطرې شېبې رایادې شوې، څومره، شوق او ولولې وې."

د ښاغلي ګوهري په خبره، د فوټبال غوره لیګ لوبې به هر کال همدا وخت ترسره کېدلې.

په ورته وخت کې، د میوند اتلانو د لوبډلې لوبغاړی فیض محمد فیض سږکال د فوټبال د غوره لیګ نه جوړېدل د افغانستان د فوټبال لوبغاړو او مینه والو ته یو نا خوښوونکی خبر ګڼي.

د میوند اتلانو د لوبډلې لوبغاړی فیض محمد فیض
د میوند اتلانو د لوبډلې لوبغاړی فیض محمد فیض

فیض وایي: "دغه یو لیګ و د فوټبالرانو لپاره، خصوصاً داخلي فوټبالرانو لپاره، دا د افغانستان د خلکو لپاره هم د خندا یوه موقع وه، خو له بده مرغه چې سږ کال ترې محرومه یو. د یو داسې ورځې په هیله چې د افغانستان د فوتبالغوره لیک معیاري جوړ شي او هر فوتبالر ورڅخه عاید ولري."

د افغانستان فوټبال فدارسیون په داسې حال کې، سږ کال د فوټبال د غوره لیګ د نه جوړېدو خبره کوي چې مخکې تر دې په دغه هیوادکې د کرکټ شپږیزه لوبې هم د ورته ستونزو له امله ونه شوې.

XS
SM
MD
LG