د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

د اسټرالیا او ویسټ اندیز ترمنځ د کرکټ لوبه


د اسټرالیا د کرکټ لوبغاړی
د اسټرالیا د کرکټ لوبغاړی

د کرکټ د نړیوال شل اووریزه لوبو په لړ کې نن استرالیا له ویسټ اندیز سره لوبه کوي.

ټاس ویسټ اندیز ګټلی او د توپ وهنې پریکړه یې کړې.

د دې جام په دوام کې تېره شپه هندوستان، سکاټلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

سکاټلنډ د ټاس په ګټلو سره د توب وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې هندوستان ته ۸۱ د منډو هدف وټاکه.

هندوستان بیا دغه هدف په اتم اور کې د دو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

سبا افغانستان له نیوزلنډ سره مخ کیږي، کرکټ پوهان وايي، که افغانستان خپله سبانۍ او وروستۍ لوبه وګټي نو نیمه پای لوبې ته به يې د تللو امکان پیدا شي.

افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

XS
SM
MD
LG