په روسیه کې په کرونا ویروس د مړو شمېر پرون ۱،۱۹۲ ته ورسېد.
په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې خورا زیاتې شوي او له تېرو څو ورځو یې د دغه هېواد ۱۰ ساحو کې وضعیت ډېر ناوړه بلل شوی دی.
د کرونا ویروس په وړاندې د حکومت لهخوا ګمارل شوې ډلې نن راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۴۰ زره ۷۳۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.
که څه هم په روسیه کې په ملي سطحه کارځایونه تړل شوي، خو دا درېیمه ورځ ده چې په دغه هېواد کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۴۰،۰۰۰ پېښې ثبتېږي.
په روسیه کې په ټوله کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۸ ملیونه او ۷ لکه پېښې ثبت شوې دي.
د دغه هېواد چارواکو په کرونا ویروس د ۲ لکه ۴۴ زره ۲۲۷ کسانو مړینه ثبت کړې چې په نړۍ کې د دغه شمېر له مخې په څلورم کتار کې راځي.