د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۲

د سردار محمد داوود خان پر روغتون حملې د نړۍ د مختلفو رسنیو پام ځان ته اړولی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د سې شنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون حملې چې مسؤلیت‌یې د داعش ډلې په غاړه اخیستی د نړۍ د مختلفو رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښلي پر سردار محمد داوود خان روغتون د داعش ډلې په حمله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور کسان ټپیان دي.

ورځپاڼې ویلي چې د جګړې وېره او د ډزو غږونه د ورځې تر ناوخته احساس کېدل.

نیویارک ټایمز وايي چې د طالبانو یوه چارواکي وحیدالله هاشمي ورته ویلي چې د پېښې په وژل شویو کې یو هم د طالبانو لوړپوړی قوماندان مولوي حمدالله شامل دی. هغه د اګسټ په میاشت کې یو له هغو طالبانو و چې د جمهوري ریاست ارګ ته ورداخل شو.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون دا لومړی برید نه‌دی چې طالبان ورسره مقابله کوي، بلکې د افغانستان په مختلفونو ولایتونو کې د داعش ډلې له‌خوا ورته داسې حملې ترسره شوې دي.

د غرب په ملاتړ پخواني حکومت له دا ډول پېښو سره د کمانډو ځواکونو په استولو سره مقابله کوله.

خو د نیویارک ټایمز په حواله طالبان چې خپله د یوې بلواګرې ډلې په توګه په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغه ډول حملو په ترسره کولو شهرت درلود، له دې ډول پېښو سره د مقابلې په برخه کې یوازې او یوازې له کم ملاتړ او تجربې برخه‌من دي.

  • مېل انلاین

د مېل انلاین خپرونه هم په کابل کې پر ۴۰۰ بستریز روغتون د فرانس پرس خبري اژانس مطلب راخیستی.

فرانس پرس لیکي چې په دغه پېښه کې د حقاني تندلارې ډلې یو غړی مولوي حمدالله او د بدري قطعې خاص ځواکونه وژل شوي، حمدالله د طالبانو لوړپوړی مقام دی چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وژل کېږي.

مېل انلاین لیکي، طالبان د اګسټ په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو مخکې، ۲۰ کاله د امریکا په ملاتړ کابل کې د شته حکومت په وړاندې په حملو بوخت ول، خو اوس خپله په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټنګښت په برخه کې له ورته مسؤلیت سره مخ دي.

په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې د داعش ډلې له لوري د خونړیو حملو لړۍ روانه ده او روان وضعیت د سولې او ثبات د تأمینولو په برخه کې د طالبانو وعدې او وړتیاوې له پوښتنو او ننګونو سره مخ کړي.

په واشنګټن کې د وودرو وېلسن په تحقیقي مرکز کې د سوېلي اسیا د څانګې د څېړنو کارپوه مایکل کوګلمن ویلي چې په کابل کې پر ۴۰۰ بستریز روغتون د داعش حمله د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د جنګ د ختم او د سولې د تڼګښت د ادعاوو په وړاندې لویه ضربه ده.

د ۲۰۱۷ کال به اګسټ میاشت کې هم پر دغه ۴۰۰ بستریز روغتون یوه حمله کې کابو ۳۰ تنه ووژل شول چې د داعش ډلې یې مسؤلیت ومانه.

طالبانو د سردار محمد داوود خان پر روغتون د داعش ډلې حمله غندلې ده، خو خپله همدې ډلې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پر یاد روغتون د حملې مسؤلیت منلی و چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG