- واشنګټن پوسټ
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د وخت د ملي امنیت سلاکار جان بولتون مقاله خپره کړې ده.
بولتون لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستانه د امریکا پر متحده ایالاتو هېڅ ترورېستي برید ونهشو، خو په دې موده کې د امریکا یوه ولسمشر هم دې ته یا لېوالتیا ښکاره نهکړه یا یې ورپام نهشو چې په افغانستان کې محدود شمېر امریکایي پوځیان وساتي او د کابل د منتخب حکومت حمایت وکړي.
د لیکوال په باور کومو کسانو چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلوي کوله د ترورېستي جدي ګواښ فکر یې هم نهکاوه.
جان بولتون بیا د امریکا د دفاع وزارت د پالېسۍ او دفاع د برخې د مرستیال کولېن کال د تېرې اوونۍ خبرې رااخیستې دي چې کانګرس تهیې وویل، هم القاعده او هم د اسلامي دولت خراسان څانګه دا نیت لري چې پر لوېدیځ ترورېستي بریدونه وکړي.
ښاغلي کال دا خبره هم وکړه چې داعش په افغانستان کې له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې دا ځواک پيدا کولای شي او اټکل کوي چې القاعده په یوه یا دوو کلونو کې دا وړتیا پيدا کړي.
بولتون د خپلې مقالې په اخره کې لیکي، نن سبا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته تر بل هر وخت امریکایان د ترورېستي برید له خطر سره مخامخ دي.
له افغانستانه لا وروستي امریکایي ځواکونه نهو وتلي چې طالبانو کابل ونیو.
- ډيپلومات
دیپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې طالبانو د اګسټ په میاشت کې د افغانستان له نیولو راوروسته دا هڅې پيل کړې دي چې نړیوالیې حکومت په رسمیت وپېژني او دوی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خپله کړي.
طالبانو په سپټمبر کې سرپرسته اداره اعلان کړه او هڅهیې وکړه چې نړیوالو ته د خپل تېر رژیم په پرتله بله څېره وړاندې کړي.
خو ډیپلومات لیکي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې یو پرېکړهلیک خپور کړی و چې د اسلامي امارت په نوم حکومت به په رسمیت ونهپېژني او ملاتړ بهیې ونهکړي.
سږ کال د اګسټ په میاشت کې ملګرو ملتونو بل پرېکړهلیک خپور کړ او پهکې ویېویل چې په افغانستان کې د یوه پراخبنسټه حکومت پلوي کوي، داسې حکومت چې بشري حقونه رعایت کړي.
په مقاله کې بیا وړاندې راغلې دي چې طالبان وایي چې دوی ټول افغانستان نیولی دی او د خلکو حکومتیې جوړ کړی دی، نو د دوی حکومت د دې وړ دی چې نړیوالیې په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.
د ډیپلومات خپرونې په مقاله کې راغلې دي چې د نړیوالو له لوري د یوه نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره څلور شرطه پهکار دي: پر هېواد اغېزمن کنټرول، د خلکو ملاتړ او کورنی مشروعیت، درېیم ثبات او ادامهیې او څلورم د نړیوالو ژمنو ترسره کول.
ډیپلومات لیکي، نړیوال قانون د یوه حکومت د مشروعیت لپاره پر انتخاباتو، یا ټولپوښتنې یا هم د خلکو پر عمومي مشارکت ټینګار کوي.
خپرونه لیکي، طالبانو افغانستان په زور نیولی دی نهیې انتخابات کړي دي او نهیې هم ورته بله هڅه. د همدې لپاره کله چې طالبانو کابل ونیو په سبا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو موافقه وکړه چې هغه حکومت په رسمیت نهپېژني چې په زورهیې واک ترلاسه کړی وي.