د کرونا ضد واکسین له لګولو سره سره د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي د کرونا ټسټ مثبت ختلی دی.
هغې پرون پر خپل ټویټر کې لیکلي چې د کرونا ټسټیې مثبت ختلی او خفیف علایم لري.
جن ساکي ویلي چې له تېرې سې شنبې له ولسمشر جو بایډن یا د سپینې ماڼۍ له کوم بل چارواکي سره په نږدې تماس کې نهوه.
هغې له تېرې چهارشنبې ځان وروسته له هغې قرنطین کړی و چې د کورنۍ د یوه غړي د کرونا ټسټیې مثبت ختلی و.