د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

امریکا: ښایي د کرونا ویروس سرچینه هېڅکله معلومه نه شي


ارشیف؛ یو روغتون
ارشیف؛ یو روغتون

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، ښايي هېڅکله ونه توانېږي دا معلومه کړي چې کرونا ویروس له حیوانه انسان ته سرایت کړی او که له کوم لابراتواره خپور شوی دی.

د امریکا د ملي استخباراتي ادارې دفتر په یو بیان کې ویلي، په هغه محرم راپور کې چې پرون جمعه (د لړم په ۷مه نېټه) خپور شو هم له طبعیت او هم د چین له کوم لابراتوار څخه انسان ته د کرونا ویروس د خپراوي فرضیې تائیدوي.

دا راپور د هغې ۹۰ ورځنۍ څېړنې دوام دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا د اصلي سرچینې په اړه د فرضیې د سپیناوي لپاره غوښتې وه.

په څېړنه کې راغلي چې د امریکا استخبارات د کرونا ویروس د اصلي سرچینې په مساله کې وېشل شوي، خو زیاتوي چې د څېړونکو په اند دا فرضیه سمه نه ده چې ګنې دا ویروس به د بیولوژیکي وسلې په توګه په لابراتوار کې شوی وي او وايي، ډېری استخباراتي ادارې په دې باور دي چې دا ویروس د انسان په لاس نه دی ډیزاین شوی.

XS
SM
MD
LG