د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

WHO: د ۲۰۲۲ تر پایه کرونا سره مبارزې ته۲۳ میلیارډو ډالرو ته اړتیا ده


د کوویډ-۱۹ واکسین
د کوویډ-۱۹ واکسین

د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر سېپټمبر میاشتې پورې میلیارډونو ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د سویس په جنیوا ښار کې وویل چې کابو ۲۳ میلیارډو ډالرو ته اړتیا ده ،څو د لږ تر لږه پنځه میلیونو وګړو له مړینې مخ نیوی وشي او د نړۍ اقتصاد ته د پنځه میلیارډو او درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت زیان ونه رسیږي.

'ډبلیو. اېچ. او' ویلي، د واکسین او درملو نابرابره وېش کولی شي چې نړۍ د کرونا ویروس د چټک پرمختګ سبب شي.

په همدې حال کې د پخوانیو ولسمشرانو او صدراعظمانو یوې ډلې ویلي چې د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو مشران دې د کرونا پرضد د واکسین د وېش پر څرنګوالي توافق وکړي.

XS
SM
MD
LG