د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

واشنګټن اګزمېنر: که امریکا له طالبانو سره مذاکرات کوي، نو له الشباب سره‌یې هم کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پالېسي ته کتلي او په سومالیا کې يې د دې پالېسۍ د تکرار د احتمال په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله د یو چا له نقل قوله پیل شوې چې وايي: "که امریکا له طالبانو سره مذاکرات کوي، نو له الشباب سره‌یې هم کوي".

د مقالې لیکوال لیکلي چې له طالبانو سره د ټرمپ د مذاکراتو خبره یوې خوا ته، خو دا چې امریکا به له الشباب ډلې سره مذاکرات کوي، له فکره لیرې خبره ده.

الشباب ډله له القاعده سره تړاو لري او په مقاله کې یادونه شوې چې په نایروبي وېسټ ګېټ مارکېټ کې پر مشتریانو د ډزو مسؤله ده، د کینیا په ګاریسا پوهنتون کې يې عیسوي زده‌کوونکي هدف ګرځولي وو او په سومالیا کې يې پر چارواکو او ملکیانو د موټر بمونو حملې کړي.

وروسته لولو چې امریکا د سومالیا د پوځیانو پر روزنه سلګونه زره ډالر ځکه مصرف کړل چې دا ځواکونه له الشباب ډلې سره د مبارزې ظرفیت ومومي.

د مقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې لومړی د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ او وروسته د دې هېواد اوسني ولسمشر جو بایډن له طالبانو سره په مذاکراتو کولو سره دا ډله پیاوړې کړه چې بیه‌یې افغان حکومت پرې کړه.

په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا دواړو ولسمشرانو دا کار ځکه وکړ چې د دوی په باور په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد مبارزه د یوه نه‌ختمېدونکې جګړې په معنی وه.

د مقالې په پای کې راغلي چې که جو بایډن په سومالیا کې د افغانستان سناریو تکراروي، دا به د دغه هېواد له ښځو، منځلارو او اقلیتونو سره جفا وي او په عین حال کې به امنیتي ستونزې د سومالیا له پولو دباندې واړوي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې د هغه راپور په اړه مقاله لیکلې چې وايي یوې افغان کورنۍ خپله کوچنۍ لور په ۵۰۰ ډالرو وپلورله.

په مقاله کې لولو، وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ او له دې هېواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې، وږې کورنۍ اړې شوې چې خپل کوچنیان خرڅ کړي.

مقاله یوه رسنیز راپور ته اشاره کوي چې له مخې يې په هرات ولایت کې یوې مور خپل د شیدو لور په ۵۰۰ ډالرو خرڅه کړې چې خپلو نورو کوچنیانو ته ډوډۍ واخلي.

د هغه سړي نوم په راپور کې نه‌دی یاد شوی چې دا نجلۍ يې پېرلې، خو دې سړي ادعا کړې چې دا نجلۍ يې ځکه پېرلې چې لویه‌یې کړي او خپل زوی ته‌یې واده کړي.

په راپور کې ویل شوي چې دې سړي ۲۵۰ ډالره اوس د نجلۍ کورنۍ ته ورکړي او پاته پیسې به هغه وخت ورکړي چې دا نجلۍ پر پښو ولاړه شي او دی یې له ځان سره یوسي.

په مقاله کې اشاره شوې چې پرته له نړیوالو مرستو، افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس چې شااوخوا ۲۲.۸ ملیونه انسانان کېږي، په راتلونکو څو میاشتو کې د خوړو د کمښت او مړینې له خطر سره مخامخ دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG