افغانستان
طالبان وايي د کابل لوېدیځ کې له لوږې د مړه شویو ماشومانو په اړه څېړنه کوي

طالبان وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې ویل کېږي د کابل ښار لوېدیځ کې ۸ ماشومان له لوږې مړه شوي دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دې اړه څېړنه کوو، تر اوسه موږ داسې معلومات نهلرو چې اته ماشومان دې له لوږې مړه شوي وي، هغه هم په کابل ښار کې. په هر صورت دې برخه کې څېړنه کوو چې معلومه کړو رښتیا ده او که پروپاګند."
ازادي راډیو که څه هم هڅې وکړې چې د دغو ماشومانو په اړه معلومات ومومي، خو له زیاتو هڅو سره سره ونهتوانېده.
پرون په دې اړه کابل کې ځایي رسنیو خبر خپور کړ او بیا سیاستوال او پخواني جهادي مشر محمد محقق هم پر خپل فېسبوک دا خبر ورکړ.
محقق ویلي چې دا ماشومان د کابل په ۱۳مه حوزه کې مړه شوي او جسدونهیې د جومات ملا امام او د سیمې خلکو خاورو ته سپارلي دي.
په خواله رسنیو د یو ملا امام وېډیو ښکته پورته کېږي چې وایي دغه ماشومان څلور خویندې او دوه وروڼه وو او مور او پلار یې له وړاندې وفات شوي، د جنازې تکفین او تدفین ته ورغلی دی.
دا ملا امام محمد علي بامیاني نومېږي او په دې مرکه کې یې ویلي چې درې اوونۍ مخکې هم د ورته پېښې شاهد و او د یوې کورنۍ اته غړي د لوږې له امله مړه شوي وو، خو اوس تازهیې د شپږو ماشومانو جنازې کړې دي.
محمد محقق بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د لوږې له امله د اتو ماشومانو د مړه کېدو په اړهیې د یو ملا امام له قوله داسې څه اورېدلي دي.
خپلواکو سرچینو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه چې ویل کېږي درې اوونۍ مخکې شوې، څه نهدي ویلي.
ملګرو ملتونو وروستیو کې خبرداری ورکړ چې راتلونکی کال به د افغانستان ۹۷ فیصده خلک د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کابل کمپنۍ بازار کې پراخه اور لګېدنه

نن سهار د کابل د پنځمې ناحیې په کمپنۍ بازار کې یو لوی اور لګېدلی.
د راپورونو په اساس اور د لاسي توکو او لیلامیو په مارکېټ کې لګېدلی.
د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نشته.
په خواله رسنیو د دې اور ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د اور لمبې نورو سیمو ته هم پراخیږي او تر ډېره لوړه لوګی هوا ته پورته شوی.
په ویډیوګانو کې د ځینو وړو چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي چې ښايي د وړو ګاز ډبو د چاودنو وي.
کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو محروم شوي

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیواله موسسه وایي، د افغانستان پلازمېنه کابل په جدي ډول د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.
دغې موسسې په تازه څیړنه کې چې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د جوزا په ۱۷مه خپرې کړي ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل به ۲۰۳۰ پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي.
مرسي کورپس د کابل د اوسنیو وګړو شمېر ۷ میلیونه ښودلی.
د دوی په څيړنه کې راغلي چې د هوا ککړتیا او چټلو اوبو د کابل تر ځمکې لاندې اوبه هم خرابې کړي او خلک همدا اوس پاکو اوبو ته په لاس رسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د میشتیدنې پروګرام (UN Habitat) ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لازم لاسرسی نه لري او په وینا یې دې برخه کې لویې پانګونې ته اړتیا ده.
مردان کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په سیمه کې د ژغورنې اداره وايي، چادونه پرون سهار رامنځته شوې چې له کبله يې دوه منزله کور نړیدلی دی.
د دې ادارې په خبره، په وژل شویو کې دوه ماشومان شامل دي.
په پاکستان کې د تودې هوا له کبله د ګرمۍ په موسم کې وخت ناوخت د ګازو ډبې چادونې کیږي، چې له وړاندې په ورته پېښه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عباس اپریدی وژل شوی و.
د طالبانو لوی مشر؛ شتمن افغانان دې د بې وزلو لاس ونیسي

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده نن شنبې د کندهار په عیدګاه جوکات کې د اختر له لمانځه وروسته په وینا کې په افغانستان روان اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، "شتمن افغانان دې د بې وزلو لاسنیوی وکړي".
د هغه په ټکو، نړیوال د افغانانو ضرورتونه پوره کولی نشي او اړتیا ده چې سوداګر او شتمن د بې وزلو کسانو لاس ونیسي.
د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو د شمیرو د افغانستان له نیمي نفوس څخه ډير افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.
هبت الله وړاندې په خپله وینا کې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د سوالګرو او په مخدره توکو د اخته کسانو پر راټولو تاکید وکړ.
هبت الله اخندزاده له بزګر هم وغوښتل چې نشه توکې او د کوکنارو له کښته دې ځان وساتي.
اخندزاده د طالب چارواکو په ګډون له ټولو عامو افغانانو وغوښتل چې د دوی "مجاهدینو" لارښونې عملي کړي.
د طالبانو د حکومت د امری بالعمروف په نوم یو شمیر کارکوونکي عام افغانان په ځانګړې توګه ښځې په عامه ځایونو کې دروي او د اسلامي شرعي احکامو د عملي سپارښتنې ورته کوي.
د طالبانو لوی مشر چې د اخترونو په ګډون په ځانګړو ورځو کې يې یوازې ویناوې خپریږي، نه يې تراوسه چا کوم انځور لیدلی او نه ډیر د خلکو په منځ کې راښکاره کیږي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو عالي کمشنر د ( ای سي سي) پر قاضیانو د لګیدلي بندیز مخالفت وکړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر د متحده ایالتونو له لورې د نړیوالې جنایي محکمې( ای سي سي) پر څلورو ښځینه قاضیانو د امریکا له لورې د لګیدلو بندیزونو د سمدستي لرې کیدو غوښتنه وکړه.
وولکر ترک د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، داسې پریکړې کولی شي چې قضایي خپلواکي او عدالت له خطر سره مخامخ کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم د ښاغلي وولکر د نظر تایید کړی دی او د دې بندیزونو د سمدستي لرې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه او لویدیځې غاړې کې د جګړو په ترڅ کې له ادعا سره سم د اسراییلي ځواکونو د جنګي جرمونو د تحقیقاتو او همداراز په افغانستان کې د امر یکایي ځواکونو د قضیو د څیړلو د هڅو په تړاو د نړیوالې جنایي محکمې پر څلورو قاضیانو بندیزونه لګوي.
ازبکستان له افغانستان سره د اختر په مناسبت بشري مرسته وکړه

ازبکستان د اختر په مناسبت له افغانستان سره یوسل او درې اتیا ټنه بشري مرسته وکړه.
په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو پرون خبر ورکړ چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه، بلخ ولایت ته واستولې.
په دې بشري مرستو کې اووړه، وریځي، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر خواږه شامل دي.
دا مرستې پرون په حیرتان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان لورې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نور الهدی، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت اله ایرګاشیف او د سورخند دریا والي اولغبیک قاسموف برخه لرله.
ازبکستان د کوچني اختر او نوروز په مناسبت هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.
په افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې حکومتونو تقریبا هر وخت اختر له سعودي عربستان سره په یوه ورځ کاوه، خو سږکال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اختر وکړ.
د اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي، روغتیا پالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
په کابل کې د انتاني روغتون مسوولینو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې له لسو تر پنځلسو فیصدو ډیرې شوې دي.
هغه څاروي چې د کانګو کنه په خپل پوست کې لري د هغه حیوان د حلالیدو پرمهال که د هغه له وینې سره د چا لاس تماس پیدا کړي، ممکن د کانګو په ناروغۍ اخته شي.
که د دې ناروغۍ درملنه په وخت ونه شي، وژونکې ده.
طالبان: په کابل کې مو وسلې نیولي

طالبان په کابل کې د یوشمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبره کوي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، ویلي دي د دوی د استخباراتو منسوبینو د کابل د یو ویشتمې ناحیې او د سروبي ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان له یوشمیر وسلو او مهاتو سره نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشینکوفونه، له دوو شاژورونو سره، شپږ تومانچې له شپږو شاژورونو سره او یو امریکایي ډوله توغندی شامل دي.
طالبانو د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې دا کسان په کابل، که په سروبي کې توقیف شوې دي.
ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.
پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.
په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.
د عربستان په شمول اکثرو هېوادونو کې اختر دی؛ طالبانو سبا اختر اعلان کړی

نن د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی خو افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا شنبه اختر اعلان کړی.
پرون د عرفې ورځ وه چې د افغان حاجیانو په شمول د نړۍ لکونو حاجیانو دا دیني مراسم پر ځای او د مزدلفې په لور روان شول.
له افغانستان څخه هم سږ کال دېرش زره کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
اختر داسې وخت راغلی چې اکثر افغان کورنۍ له بیوزلۍ کړېږي او وايي هېڅ چمتووالی یې نه دی نیولی.