د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول د کرونا له امله مړ شو


د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول
د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول نن د ۸۴ کلونو په عمر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په پایله کې په حق ورسېد.

د نوموړي د کورنۍ له‌خوا پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوي بیان کې د پاول د مړینې خبر تأیید شوی او ویل شوي دي چې هغه د کرونا ویروس پر وړاندې پوره واکسین شوی و.

پاول د متحده ایالاتو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم پاتې شوی او د دواړو ډیموکرات او جمهوري‌پال ګوندونو له څلورو ولسمشرانو سره‌یې پر بېلابېلو دندو کار کړی او د بېلابېلو جګړو له اتلانو څخه شمېرل کېږي.

پاول به له خپل مسلکي کرکټر سره سره، د ۲۰۰۳ کال په فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې، د عراق د ډله‌ییز تخریب د وسلو د ادعاوو په اړه د وینا په خاطر هم هېر نه‌شي ځکه دا وسلې هېڅکله ونه‌موندل شوې.

XS
SM
MD
LG