روسیې، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۱۰۰۲ کسانو د مړینې خبر ورکړی.
د کرونا د وبا له پیله دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ دومره ډېر کسان د دې ناروغۍ په نتیجه کې مري.
د کرونا پرضد د مبارزې ادارې همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۳ زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
په روسیه کې تراوسه نژدې اته میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او د مړینو ټول شمېر یې له ۲۲۲ زرو اوښتی دی.
روسیه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د اروپا په کچه د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر او د نړۍ په کچه پنځم ځای لري.
کرملېن چې د واکسین د تطبیق سوکه پروسه د تلفاتو د زیاتېدو علت بولي له خلکو غوښتي دي چې ځانونه د کرونا ویروس پرضد واکسین کړي.