د روسیې حکومت په رسمي ډول پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا وبا د ۹۳۶ کسانو د مړینې خبر ورکړ.
دا درېیمه پرله پسې ورځ ده چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر له ۹سوه اوړي.
تر اوسه په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو قربانیانو شمېر تر دوه لکه څوارلس زره ډېر شوی دی، خو ډېر څارونکي په دې باور دي چې د کووېډ-۱۹ د قربانیانو اصلي شمېرې په روسیه کې تر دې لوړې دي.