په کندهار کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر مسؤل وايي دغه هوايي ډګر په بشپړه توګه بېرته نړیوالو پروازونو ته چمتو شوی دی.
د هوايي ډګر مسؤل نقیبالله وفا ازادي راډیو ته وویل چې نن یوې ایراني الوتکې ۵۶ مسافر له کندهار هوايي ډګر څخه ایران ته ولېږدول.
د ازادي راډیو خبریال د احمدشاه بابا هوايي ډګر له مسؤل نقیبالله وفا سره مرکه کړې او د مرکې په سر کې یې نړیوالو پروازونو ته د هوايي ډګر د چمتووالي پوښتنه کړې.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: