د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، په افغانستان کې درې ملیونه او دوه لکه ماشومان چې عمرونهیې تر پنځو کلونو کم دي، د دې کال تر پایه ښايي د خوارځواکۍ له ستونزې وکړېږي.
د دوی په خبره له دې جملې یو ملیون ماشومان د ناکافي طبي اسانتیاوو او لوږې له کبله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.
د لوږې په اړه اکسفام په چنګاښ میاشت کې په خپاره کړي راپور کې ویلي وو، په نړۍ کې دا مهال ۱۵۵ ملیونه وګړي د خوړو د نشتوالي له بحران او یا تر دې هم سخت وضعیت سره مخ دي. دا شمېره د تېر کال پرتله ۲۰ ملیونه زیاتوالی ښيي.
د ازادي راډیو خبریال د پوهنتون له استاد عزتالله پېژاند څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د اقتصادي بحران له کبله د بېوزلۍ اندازه ولې په زیاتېدو ده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: