د روسیې حکومت وايي، نن او پرونیې په کرونا ویروس د ۸۹۰ کسانو مړینه ثبت کړې چې دا د دې وبا له پیله تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.
د روسیې د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د کاري ډلې راپور وايي، په دې موده کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۲۵ زره او ۷۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴ زره ۲۹۴ یې په مسکو کې وې.
د رسمي شمېرو له مخې په روسیه کې په ټوله کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو اووه نیم ملیونه مثبتې پېښې او د دوو لکو او ۱۰ زرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.
ګومان کېږي چې په کرونا ویروس د ډېرو مړینو راپور نهورکول کېږي.