د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

امریکا کې د کووېډ-۱۹ تلفات ترتر اوو سوو زرو واوښت


ارشیف
ارشیف

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر تر اوو سوو زرو واوښت.

د مړو دغه شمېر هم د پلازمېنې واشنګټن ډي سي او هم باسټن ښار د وګړو له شمېر سره برابر دی.

دا شمېر پرون داسې وخت دې حد ته ورسېد چې دغه هېواد کې هره ورځ شااو خوا ۱۹۰۰ کسان په کرونا ویروس مري، حال دا چې په ورځني ډول د کرونا د درېیمې څپې د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی.

د سېپټمبر میاشتې په لومړیو کې په امریکا کې د کرونا ویروس شااو خوا یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې ثبتېدې، خو اوس دا په اوسط ډول یولک او دوولسو زرو ته راکم شوی دی.

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې چې ۳۳۰ میلیونه نفوس لري، د نړۍ په سطحه په کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مړینې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG