د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

ځیني معتادین: طالبان مو وهي، د درملنې مرکزونو کې مو نه بستري کوي


یو تن افغان معتاد
یو تن افغان معتاد

په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان ډېریو ولایتونو کې د نشه يي موادو د خرڅلاو ځايونه يا ساقي خانې او د معتادینو د را ټولېدو ځایونه نشته، ځکه نو معتادین په سختۍ سره نشه يي مواد پيدا کوي.

معتادینو ته د نشه يي موادو نه رسېدل دوی اړ کړي چې په خپله خوښه د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورشي، خو په دې روغتيايي مرکزونو کې د ځینو ستونزو له امله نه بستري کېږي او د پخوا په شان خپلو نشو ته دوام ورکوي.

د امان الله او فضل الحق په نومونو دوو معتادینو ازادي راډیو ته وویل، طالبان یې وهي او په زور یې د نشې پرېښودلو ته اړ باسي، خو کله چې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورځي، ددوی په ټکو هغوی یې نه بستروي.

له ډلې یې امان الله وایي: "له کومې ورځې چې اسلامي امارت راغلی. يوازې زه نه، بلکې څو نور معتادين دوه درې ځله اتيا بستريز روغتون ته ورغلي يو، خو نه مو بستروي وايي، بودجه نه لرو وايي، پخوا به بهرنيانو مرسته کوله، خو اوس د يوه اضافي ناروغ د بستري کولو پيسې هم نه لروي طالبان راشي لښته يې په لاس کې وي او موږ تالاشي کوي، څو لښتې مو ووهي او څه چې راسره وي اور وراچوي وايي، ځئ خپلو کورونو ته ولاړ شئ."

فضل الحق بیا زیاتوي: "لکه پخوا چې به په بازار کې نشه يي مواد ډېر وو اوس نشته، موږ خوشحاله يو او له نوي دولته غواړو چې د نشه يي موادو پلورونکي او نشه يي موادو ځايونه ورک کړي."

کابل کې یو شمېر معتادین
کابل کې یو شمېر معتادین

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې څه د پاسه اتیا مرکزونو مالي ستونزې د دې لامل شوي چې ډېری روغتيايي مرکزونه د معتادینو له بستري کولو ډډه وکړي او یوازې معتادینو ته مشورې ورکړي.

د طالبانو د روغتیايي کمېسیون مسئولینو له روغتیايي سکتور سره په تازه غونډه کې ویلي چې دوی هڅه کوي د مالي امکاناتو په برابرولو سره قراردادي شرکتونه دې ته وهڅوي چې د پخوا په شان له روغتیايي مرکزونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، خو دا معلومه نه ده چې د دې غونډې په اجنډا کې د معتادینو د درملنې مرکزونو موضوع هم شامله وه که نه؟

د فراه ولایت د معتادینو د درملنې مرکزونو مسئول عبدالودود انوري هم د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې مالي ستونزې مني او وايي چې د معتادینو درملنه ټکنۍ شوې ده.

انوري زیاتوي:" له کومې ورځې راهيسې چې افغانستان کې بدلون راغلی، په مجموع کې د صحي خدماتو په برخه کې ستونزې پيدا شوي، د معتادینو د درملنې د مرکزونو د خوړو او درملو قراردادونه بند شوي، موږ دا مهال ۸۲ معتادين چې په زور دلته راوړل شوي بستري کړي، اوس رښتيا هم چې د نورو معتادینو د بستري کېدو لپاره ځای نه لرو."

د معتادینو د درملنې خدمات په داسې حال کې کمېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، په افغانستان کې بې سرپناه معتادین ډېر شوي او له مرستندویه ادارو څخه یې غوښتي چې له روغتیايي مرکزونو سره د مرستې له لارې د اعتیاد د ډېرېدو مخه ونیسي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG