د یوې ترسره شوې سروې نتیجه ښیي چې په نړۍ کې د کرونا خپرې شوې وبا له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د خلکو عمر ډېر رالنډ کړی دی.
د دغې سروې چې د امریکا متحده ایالاتو، چیلي او اروپایي هېوادونو په ګډون د نړۍ په ۲۹ هېوادونو کې ترسره شوې، نتیجهیې ښیي چې د ډېر ژوند کولو په برخه کې د څو لسیزو هغه پرمختګونه چې په دې هېوادونو کې شوي، د کرونا وبا له امله په اوبو لاهو شوي دي.
د دغې سروې نتیجه نن د اېپېډیمي لوژي په نړیوال ژورنال کې خپره شوې.
د دغې سروې یوه تنظیموونکي ډاکتر ریدهي کاشیاپ ویلي د دوی د سروې نتیجه ښيي چې د 'کووېډ-۱۹' پر ډېرو هېوادونو څه ډول ورانوونکی اغېز کړی دی.
د دغې سروې له مخې په ۲۲ هېوادونو کې د ۲۰۱۹ کال پرتله عمر څه باندې ۶ میاشتې رالنډ شوی دی.
په ډېرو هېوادونو کې د سړو وضعیت د ښځو په نسبت ډېر خراب دی.
په ۱۱ هېوادونو کې د نارینهوو د عمر اوږدوالی څه باندې یو کال رالنډ شوی چې ښځې بیا په اتو هېوادونو کې له دا ډول وضعیت سره مخامخې شوي.
د سړیو عمر تر ټولو زیات په متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۹ کال په نسبت دوه کاله او دوه میاشتې رالنډ شوی.
لیتوانیا دوهم هېواد ښودل شوی چې پهکې د سړیو عمر یو کال او اووه میاشتې رالنډ شوی.