د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

امریکا د کرونا واکسین تقویتي ډوز ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړه


فایزر-بایو ان ټیک واکسین
فایزر-بایو ان ټیک واکسین

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کرونا واکسین تقویتي ډوز ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړه.

د فایزر-بایو ان ټیک دا درېیم ډوز د ټولنې ځانګړو کسانو او هغو ته ورکول کېږي چې له ۶۵ کلونو پورته عمرونه لري.

په ځانګړو کسانو کې روغتیایي کار کوونکي او ښوونکي یاد شوي چې دندې یې دوی د کرونا له ډېر خطر سره مخ کولای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز بیا د سلاکارانو یوه دوه ورځنۍ غونډه رابللې چې د تقویتي ډوز په اړه پوښتنې و ارزوي.

د تقویتي ډوز خبره اوس یوازې د فایزر-بیو ان تیک واکسین پورې محدوده ده، ټاکل شوې د موډرنا او جانسن اېنډ جانسن واکسینونو د تقویتي ډوز په اړه وروسته پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG