د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

ملټري ټایمز: امریکا هڅه وکړه چې د افغانستان ګاونډیو کې پوځي اډې ولري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د فنلنډ په هیلسنکي کې د امریکا او روسیې د لوی درستیزانو پر کتنې ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او رسنیو مطالب خپاره کړي دي.

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز لیکلي چې دا کتنه وروسته له دې کېږي چې امریکا هڅه وکړه چې د افغانستان په ګاونډیو کې پوځي اډې ولري یا ترورېستي ضد ملاتړ ترلاسه کړي، خو روسیې یې مخالفت وکړ.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي او د هغه روسي ساري جنرال والیري ګیراسیموف په یوه حساس وخت کې چې امریکا له افغانستانه ځواکونه ایستلي دي، له یو بل سره کتلي دي.

ملټري ټایمز زیاتوي، په سیمه کې د ځواکونو له لرلو پرته امریکا د استخباراتي معلوماتو شریکولو او نورو موافقو ته اړتیا لري چې په وسیله‌یې په افغانستان کې القاعده او د اسلامي دولت یا داعش ډله وڅاري او هغوی پرېنږدي چې بیا ځانونه منظم کړي او امریکا یا د امریکا متحدانو ته ګواښ پېښ کړي.

میلي د روسیې له لوی درستیز سره د خپلو خبرو د جزئیاتو په اړه خبریالانو ته له څه ویلو ډډه وکړه، خو د ده ویاند ډګروال ډېف بټلر وویل چې د متحده ایالاتو او روسیې د لوی درستیزانو د کتنې هدف د دوو هېوادونو د پوځي مشرانو ترمنځ د ارتباطاتو ښه کول و.

بټلر همداراز وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د خپلو خبرو جزئیات څرګند نه‌کړي.

د دواړو هېوادونو لوی درستیزانو په داسې حال کې سره کتلي چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلي او سره له دې چې روسیې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د امریکايي پوځیانو له حضور سره مخالفت کړی، تر بل هر وخت په سیمه کې د ترورېزم د پراختیا اندېښنې ډېرې شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن او د امریکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې القاعده یا داعش په یوه یا دوو کلونو کې امریکا ته خطر پېښولی شي.

د امریکا پوځي مشرانو ویلي چې دوی په افغانستان کې د ترورېستانو د څارلو عملیات کولای شي او که اړتیا شوه له بهره برید هم پرې کولای شي، خو دوی په عین حال کې دا مني چې د خلیج له هېوادونو په افغانستان کې څارنه سخته ده، نو امریکا غواړي چې د ازبکستان، قرغزستان یا تاجکستان په شان هېوادونو سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو لپاره موافقې وکړي.

د ملټري ټایمز ورځپاڼې پر اساس، تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه‌دی شوی ځکه چې روسیه د منځنۍ اسیا پر دغو هېوادونو کنټرول لري او هلته د لوېدیځ له حضور سره مخالفت کوي.

  • د بې‌پولې خبریالانو ټولنه

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له لوري د خبریالۍ لپاره د ۱۱ اصولو پر ټاکلو اندېښنه ښکاره کړه.

دا اصول طالبانو د یکشنبې په ورځ د رسنیو له استازو سره په غونډه کې اعلان کړل. خبریالانو ته ویل شوي چې که دا اصول‌یې رعایت نه‌کړل، نو تعقیب به شي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه وايي چې دا اصول له خبریالانو سره له مشورې پرته جوړ شوي دي.

د دې ټولنې په باور دا اصول د بیان د ازادۍ د مخنیوي او سانسور لار هواروي.

XS
SM
MD
LG