ټاکل شوې هند راتلونکې اکتوبر میاشت کې بېرته د کرونا ویروس د واکسینونو صادرات او مرسته پیل کړي.
هند په تېره اپریل میاشته کې وروسته تر دې دا کار ودراوه چې په کور دننه په کې د کرونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېدې.
د هند د روغتیا وزیر منسوخ مندویا ( Mansukh Mandaviya) ویلي، د هندیانو واکسینول به د حکومت د یوه لومړیتوب په توګه پاتې وي، خو یوازې اضافي واکسین نورو ته لېږي.
هند ته د نړۍ په کچه د واکسین د لوی تولید ځای په سترګه کتل کېږي او د روغتیا وزیر یې ویلي، اکتوبر میاشت کې به د دوی د میاشتني تولید کچه درې سوه میلیونه ډوزو ته ورسیږي.