د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۶

فایزر او بایو اېن تیک هڅه کوي ماشومانو ته د کرونا واکسین د لګولو جواز واخلي


فایزر واکسین
فایزر واکسین

فایزر او بایو اېن تیک شرکتونه وايي، دوی هڅه کوي ژر تر ژره له پنځو څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د لګولو رسمي جواز ترلاسه کړي.

د دغه واکسین کلینیکي ازمیښت ثابته کړه چې وړو ماشومانو ته هم بې‌ضرره دی او دوی ته خوندیتوب ورکوي.

دغو شرکتونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه واکسین به تر هغه ډوز چې ۱۲ کلنو او تر هغه پوخ ­عمره کسانو ته ورکول کېږي، په لږ ډوز کې ماشومانو ته ولګول شي.

په نړۍ کې څه کم شپږ میلیارد ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی، خو لا هم د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ځیني کسان نه‌غواړي دغه واکسین ولګوي.

XS
SM
MD
LG