د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۸

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم له بنګله‌دېش سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي


ارشیف، د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم نن یکشنبه له بنګله‌دېش سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان ټیم له څلورو مخکېنیو لوبو یوه ګټلې ده او د وروستۍ لوبې د ګټلو لپاره‌یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیمونو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ لوبې د سپټمبر له ۱۰مې راپیل شوې وې چې لومړۍ درې سر په سر بنګله‌دېش وګټلې او څلورمه د جمعې په ورځ افغان ټيم وګټله.

تمه ده له دې لوبې وروسته د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم د بنګله‌دیش په وړاندې یوه څلور ورځنۍ لوبه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG