د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۷

نېشن: د امریکا ملي امنیت بنسټونه په جګړو کې د بریالیتوب لپاره ښه استعداد نه‌لري

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګتن پوسټ تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، «د نړۍ قدرتونه پرته له دې چې افغانستان درک کړي هلته په دولت جوړونه کې پاتې راځي».

د دې مقالې لیکوال لیکي، په افغانستان کې تر ۲۰ کاله جګړې وروسته بیا طالبان واکمنان شوي دي.

په دې جګړه کې لږ تر لږه ۶۶ زره افغان ځواکونه، تر ۴۷ زره ډېر ملکیان او ۲،۴۴۳ امریکایي پوځیان ووژل شول، په میلیاردونو دالر لګښت راغی او بیا د امریکا متحده ایالاتو پوځیان له دې هېواده ووتل.

د مقالې د لیکوال په باور، څېړونکي، کارپوهان او تاریخ لیکونکي دې پېښې ته د یوې ناکامې خونړۍ پېښې په سترګه ګوري، خو دوی یوه مهم ټکي ته پام نه‌دی کړی.

وړاندې په لیکنه کې راغلي، که چېرته هغو کسانو ته چې له افغانستانه تېر شوي کتنه وکړو، څرګندېږي چې په دې سیمه کې پولې ګډې وډې شوي او مختلفو خلکو دې سیمې ته پناه وړې ده چې بېلابېل خلک او د بېلابېلو مذهبونو کسان په اوسني افغانستان کې ژوند سره کوي.

په مقاله کې لولو چې دغه د مختلفو خلکو او بدوي فرهنګ په ټاټوبي کې د بنسټونو پراختیا د امریکا د ناکامۍ یو سبب بللی شو او همدا علت دی چې بېرته مرکزي حکومت طالبانو ونیو.

د مقالې لیکوال زیاتوي، له تاریخي پلوه افغانستان د څو فرهنګي حوزو د وصل مرکز دی چې د امپراتوریو له ظهور او سقوط سره بدلون په‌کې راغلی دی، خو د دې ټاټوبي خلکو لږ تر لږه د کوچیاني زاړه کلتور په مرسته ثبات ساتلی دی چې دا ثبات د ملي هویت تر رامنځته کېدو د داسې سیمې د استقرار لپاره اغېزمن دی.

  • نېشن

امریکایي مجلې، نېشن هم د افغانستان له جګړې د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله په یوه مقاله کې څېړلې ده او لیکي، د امریکا د ملي امنیت بنسټونه په جګړو کې د بریالیتوب لپاره ښه استعداد نه‌لري، خو د خپل سیاسي واک د دفاع لپاره تکړه دي.

مجله بیا لیکي، د اګسټ په میاشت کې د افغانستان حکومت ډېر ژر ګډوډ شو، چارواکي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شمول وتښتېدل، پوځ تسلیم شو چې پر دې پېښو باید د امریکا چارواکي غور وکړي.

د خپرونې په باور، له طالبانو پرته د یوه پایداره دولت د رامنځته کېدو د طرحې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخوانیو څلورو ولسمشرانو په تېرو ۲۰ کلونو کې کار وکړ، تر دوه تریلیونه ډالر ډېر لګښت پرې راغی او د شااوخوا دوه نیم زره امریکایي سرتېرو ژوند یې واخیست.

نېشن مجله بیا لیکي، دا ګرانه ده چې په تېرو دوو لسیزو کې د وژل شویو افغانانو دقیقه شمېره تعیین شي، خو له اټکل سره سم شااوخوا دوه لکه ۴۰ زره افغانان وژل شوي دي.

د مجلې په باور، د امریکا د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د جګړې یوه ارزونه د ترلاسه شویو درسونو په اړه ترسره شوې ده چې په‌کې روښانه شوې ده چې د افغانستان کورنۍ جګړه له هاغه پیله ګټونکې نه‌وه او د بریا چانس‌یې نه‌و، ځکه چې متحده ایالات د یوه مشروع او حتی پایدار دولت د رامنځته کېدو لپاره نه بشپړ توان درلود او نه هم بشپړه پوهه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG