يو تازه راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشه يي موادو د اندازې ډېروالی يا اوورډوز ډېر شوی دی.دا راپور د اروپا او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.
دا راپور ښيي چې په نړۍ، په تېره بيا اروپا کې د نشه يي موادو د استعمال اندازه يا اوورډوز ډېره شوی دی، له همدې امله د معتادینو مړينه هم ورسره ډېره شوې ده.
دا راپور چې په اروپايي هېوادونو کې د معتادینو د معایناتو له مخې چمتو شوی ښيي چې په يوه کال کې ۵۷۰۰ معتادین د ډېرو نشه يي موادو د استعمال يا اوورډوز (overdose) له امله مړه شوي دي.
دا څېړنې ښيي، هغه معتادین چې د وخت په تېرېدو سره د نشه يي موادو اندازه ډېروي، اکثره يې هغه معتادین دي چې د تاریاکو، په تېره بيا د هيرويينو په کورنۍ پورې تړلي نشه يي مواد استعمالوي.
د معتادینو د درملنې ډاکټر بريالی ميوندوال وايي، د معتادینو د درملنې پرمهال د دوی د سترګو ليدلی حال دا دی چې په افغانستان کې هم د نشه يي موادو د استعمال اندازه يا اوورډوز ډېر شوی، له همدې امله د معتادینو مړينه ډېره شوې ده.
میوندوال زیاته کړه: "د افغانستان په معتادینو کې د اوورډوز يا نشه يي موادو د استعمال د اندازې ډېروالی شته او ښه ډېر دی، خو دقيقه اندازه يې نه ده معلومه، ځکه چې معتادین سکريننګ يا معاینه شوي او څېړل شوي نه دي چې معلومه شي په افغانستان کې د اوورډوز فيصدي څومره ده؟ په عمومي ډول په افغانستان کې د هيرويينو اوورډوز ډېر دی، په دې معنی چې موږ ډېر د هيرويينو له اوورډوز سره مخ يو چې انسان وژني."
د اروپا له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې او (UNODC) په ګډ راپور کې راغلي، د اروپا هغه معتادین چې د نشه يي موادو د استعمال د ډېرې اندازې له امله مري، عمرونه يې تر څلوېښتو کالو لوړ دي.
که څه هم پنځه کاله مخکې سروې ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو تر درې ميليونو ډېر استعمالوونکي او دايمي معتادین شته، خو تردې مهاله په دې اړه هېڅ رسمي سروې نه ده شوې چې په افغانستان کې ه کال څومره معتادین مړه کېږي؟
طبي څېړنې ښيي چې اوورډوز د انسان په تنفسي سيسټم کې د وينې خټه يا ټينګېدو کېدو سبب کېږي او په نتيجه کې په وينه کې اکسيجن کمېږي، له همدې امله معتاد ژر مري.
د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر واحدالله کوشان وايي، د اوورډوز له مړينې څخه د ژغورنې ښه لاره دا ده چې خلک له لويه سره بيخي نشه و نه کړي: "کله چې د نشه يي مواد کيفيت ټيټ وي، د بېلګې په ډول يو ګرام وي او نشه کوونکي مواد يې نيم ګرام وي، د معتاد غوښتنه نه پوره کېږي او مجبورېږي چې د نشه يي موادو اندازه ډېره کړي. کله چې معتاد د نشه يي موادو ډول ته بدلون ورکوي او يا تازه نشه پيل کوي څرنګه چې د نشه يي موادو اندازه ورته معلومه نه ده، د نشه يي موادو ډېره اندازه انتخابوي او يا هغه معتاد دا کار کوي چې تر درملنې وروسته بيرته په نشه اخته شوی وي. لومړی خو غوره لاره دا ده چې يو څوک بيخي نشه و نه کړي، بيا هم که نشه کوي، نو بايد په لږ اندازه نشه يي مواد استعمال کړي، که داسې و نه کړي، نو بې سده کېږي او ژوند يې له خطر سره مخ کېږي."
ډاکټران وايي، په افغانستان کې د اوورډوز له امله د مړينې شمېر ځکه ډېر دی چې يو خو په افغانستان کې د نشه يي موادو کيفيت ډېر خراب دی او له بلې خوا معتادينو ته پوره او زورور خواړه نه وررسېږي.
ددې راپور غږیزه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: