د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

نړۍ

بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی

ډومنیک راب
ډومنیک راب

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی دی.

له څو میاشتو راهیسې پر جانسن انتقادونه کېدل او ده پرون نوې پرېکړې وکړې.

پر ډومنیک راب وروسته تردې نیوکې وشوې چې کله طالبانو کابل ونیو دی د یونان کریټ ټاپو ته په سیاحت تللی و.

د سوداګرۍ وزیره لېز ټرس د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نومول شوې.

د بریتانیا په کابینه کې د کورنیو او پوهنې د وزیرانو د بدلون په ګډون یو شمېرنور تغییرات هم راغلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسي چارواکي: روسیه به له اوکرایین سره د اوربند پر موضوع غور وکړي

روسیې د اوکراین او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د اوربند وړاندیز ته محتاطانه غبرګون څرګند کړ.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې روسیې چارواکي به پر دې موضوع غور وکړي او په دې برخه کې د امریکا د مذاکره کوونکو له لورې د تفصیلاتو اوریدو ته په تمه دي.

روسیه هیلمنه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې او امریکا د متحد ایالتونو ولسمشران په ټیلفون خبرې سره وکړي.

د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د خبرو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د کییف او ماسکو ترمنځ د دیرش ورځو په مخه اوربند وشي.

بریټانیايې دوه روسي ډیپلوماټانو ته ویلي چې د بریټانیا له خاورې ووځي

بریتانیا یوه روسي دیپلومات او د یوه دیپلومات میرمنې ته ویلي دي چې له بریتانیا ووځي.

د برتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د اونۍ په پیل کې په ماسکو کې د برتانیا د سفارت د دوو مامورینو د اخراج په غبرګون کې دې روسانو ته د وتلو امر کړی دی.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې تر اوسه له بریتانیا څخه د دې دوو روسانو د وتلو نیټه نه ده مشخصه شوې.

د پاکستان پوځ: د برمته شویو پوځیانو او ملکیانو د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي

پاکستان کې د برمته شوي ریلګاډي ځینې سپرلۍ
پاکستان کې د برمته شوي ریلګاډي ځینې سپرلۍ

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي چې دوی د بلوڅ بیلتونپالو له منګولو څخه برمته شوي پوځیان او ملکیان ازاد کړي او په دې برمته نیونه کې ښکیل ټول۳۳ وسله وال یې وژلي دي.

رویټرز تېره شپه ناوخته د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري په حواله دغه خبر ورکړی او هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات ډير په احتیاط ترسره شوي دي.

چوهدري تایید کړې چې ۲۱ برمته شوي او څلور امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ( بي ایل اې) چې ریلګاډی او په منځ کې یې سپرلۍ برمته کړي وو، تیره شپه ادعا وکړه چې دوی لاهم په جګړه دي، ترسلو زیات برمته ورسره دي او تر پنځوسو ډير برمته کسان یې تر اوسه وژلي دي.
خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسي سرچینې: پوتین د امریکا هغه وړاندیز ته لیواله نه دی چې له مخې، له اوکرایین سره دیرش ورځینی اوربند کیږي

د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

روسي سرچینو ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د دیرش ورځني اوربند په تړاو د امریکا د وړاندیز عملي کولو ته لیواله نه دی.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د دغو سرچینو په حواله ویلي چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې باید په جګړه کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنې لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بیرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شریکو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی.

رویټرز سره په خبرو کې روسي سرچینو ویلي، پوتین د اوکراین په جګړه کې بر لاس لري، ځکه د دغه هېواد یو پر پنځمه برخه خاوره یې په ولکه کې ده.

په اوکراین کې د امریکا له خوا د دیرش ورځني اوربند وړاندیز پرون د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې وشو، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، روسیې نن سهار د اوکراین په مرکزي برخو توغندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري.

کاناډا د امریکا پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی

د امریکا او کاناډا سرحد (آرشیف)
د امریکا او کاناډا سرحد (آرشیف)

کاناډا وايي د امریکا له لوري د دې هېواد پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې به ځوابي اقدام وکړي.

د کاناډا د انرژۍ وزیر جاناتان ویلکینسن پرون له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، اوتاوا به د امریکا له لوري د تعرفو د لوړولو په ځواب کې سمدستي پر امریکايي وارداتو تعرفه لوړه کړي، خو هغه په عین حال کې زیاته کړه چې کاناډا نه غواړي له امریکا سوداګریزه جګړه پراخه شي.

سپينې ماڼۍ پرون وویل امریکا ته د کاناډا او نورو هېوادونو د فولادو او المونیمو پر وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفې عملي کول به نن- چارشنبې پیل شي خو ولسمشر ډونالډټرمپ پرون ماسپښین ژمنه وکړه چې د کاناډا د فولادو او المونیم پر وارداتو تعرفه به ۵۰ سلنې ته لوړه کړي.

امریکا له کرد وسله والو سره د سوریې د نوي حکومت د جوړجاړي د موافقې هرکلی کړی دی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

متحدوایالتونو په سوریه کې د حکومت او کرد جنګیالیو ترمنځ د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې یې دا جنګیالي په ملي حکومت ورګډېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون په یوه بیان کې وویل، متحدایالات د دمشق د موقتې ادارې او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ترمنځ د موافقې چې په متحده سوریه کې د کرد وسله والو ګډون ته لاره اواروي، هرکلی کوي.

د موقت ولسمشر احمدالشرع په مشرۍ د سوریې نوې ادارې له وسله والو ډلو غوښټي دي چې خپلې وسلې کېږدي او داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چې له ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دې هېواد ټول قلمرو اداره کړي.

د سوریې جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ له کرد ځواکونو د جوړې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو له مشر سره موافقه اعلان کړه. دې ځواکونو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د مبارزې په برخه کې یې امریکا ملاتړ کوي په تېره یوه لسیزه کې د سوریې د شمال ختیځ پراخې سیمې اداره کولې.

بلوڅ بیلتونپال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردوي چې وايي د ولجه شوي اورګاډي سپرلۍ یې ژغورلي

په بلوچستان کې د ولجه شوي اورګاډي د سپرلیو خپلوان (آرشیف)
په بلوچستان کې د ولجه شوي اورګاډي د سپرلیو خپلوان (آرشیف)

بلوڅ بیلتونپالو د پاکستان د پوځي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي ۱۵۵ کسان یې د دې ډلې له خوا له ولجه شوي اورګاډي څخه ژغورلي دي.

د بلوڅ د آزادي بښونکي پوځ په نوم ډلې چې د بلوچستان آزادي غواړي، پر دې اورګاډي د پروني برید پړه منلې ده. د پاکستان پوځ نن وویل چې د نورو سپرلیو د آزادولو لپاره پوځي عملیات روان دي او ادعا یې کړې چې ۱۶ بریدګر یې وژلي دي خو بلوڅ بیلتونپالو دا ادعا رد کړې او وايي تراوسه د دوی هېڅ جنګیالي نه دي وژل شوي.

بلوڅ بیلتونپال همداراز وايي، لسګونه سپرلۍ چې ښځې، ماشومان او سپین ږیرې پکې وو، پوځ نه دي ژغورلي بلکې دوی خوشې کړي دي.

بېلتونپالو خبرداری ورکړی چې که پاکستاني ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي نو د اورګاډي د سپرلۍ چې د دې ډلې په وینا د پاکستان د پوځ، پولیسو، د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو او ISI افسران دي او رخصتیو ته روان وو، یو په یو وژنه به پیل کړي.

دفلیپین پخوانی ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم له مخې نیول شوی دی

د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې
د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې

د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې Rodrigo Duterte د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم په اساس ونیول شو.

دوترتې د مخدرو موادو پرضد د عملیاتو پرمهال چې د ده د واکمنۍ پرمهال پیل شول او په ترڅ کې یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول، نیول شوی دی. نوموړی د بشريت پرضد په جنایت تورن شوی دی.

دوترتې نن (د مارچ ۱۱مه) له هانګ کانګ څخه تر راستنېدو وروسته د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې ونیول شو.

دی له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د فلیپین ولسمشر و.

د سوریه حکومت او کردانو یو مواقفه لاسلیک چې له مخې د سوریې ټولې سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې راځي

د سوریې موقت حکومت د هغو سیمو له تشکیلاتو سره چې کردان یې اداره کوي، یوه موافقه لاسلیک کړې.

په دې موافقه کې اوربند او د سوریې په پوځ کې د دې ډلې- چې امریکا یې ملاتړ کوي، ګډون شامل دي.

د دې موافقې له مخې چې تطبیق به یې د روان میلادي کال په پای کې پیل شي له عراق او ترکیې سره د سوریې پر ټولو سرحدي لارو د حکومت ولکه ټینګېږي.

همداراز د دې هېواد زندانونه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نژدې ۹۰۰۰ مشکوک غړي پکې بندیان دي، د حکومت تر ادارې لاندې راځي.

د سوریې کردان به هم د دې موافقې له مخې په خپله ژبه د تعلیم په ګډون چې د اسد د واکمنۍ پرمهال ممنوع و، د اساسي قانون په اساس خپل تثبیت شوي حقونه ترلاسه کړي او سلګونه زره کردان به چې د څوارلس کلنې کورنۍ جګړې پرمهال له خپلو مېنو وتلي وو، خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا موافقه د سوریې لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي او دې ته به امکان برابر کړي چې د سوریې ټول ځواکونه د هیات تحریر شام ډلې د مشر احمدشرع په مشرۍ د یو حکومت تر ادارې لاندې راولي.

د بشار الاسد په مشرۍ حکومت همدې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې نسکور کړ.

مارکو روبیو: د امریکا او اوکرایین ترمنځ د خبرو اترو پایلو ته هیله مند یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا او اوکراین ترمنځ د خبرو نتایجو ته هیله من دی. د سعودي عربستان په کوربه توب دا خبرې نن په جده کې په پام کې دي.

روبیو پرون دوشنبې هغو خبریالانو ته چې د سعودي عربستان په سفر کې د ده ملګرتیا کوي وویل، که دا مذاکرات په سم ډول پرمخ ولاړ شي، اوکراین کولای شي بیاهم د امریکا پر نورو مرستو تکیه وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر سعودي عربستان ته له رسېدو وروسته د سعودي له ولیعهد محمدبن سلمان سره وکتل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم سعودي عربستان ته رسېدلی او ده هم پرون له بن سلمان سره وکتل خو په نننیو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

په اوکراینې پلاوي کې د ولسمشر زیلینسکي د دفتر رییس اندرې یرماک د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها او دفاع وزیر رستم عمروف شامل دي او په پام کې ده چې نن به له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې خبرو کې به په اوکراین کې د اوربند او سولې د موافقې د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG