د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر وروستی پلان له انتقادونو سره مخامخ شوی چې هڅه کوي په میلیونونو کارګران مجبور کړي، د کرونا ضد واکسین ولګوي.
وروسته له هغې چې ولسمشر جو بایډن د واکسین د جبري کولو پلان اعلان کړ، د جمهوریت غوښتونکي ګوند مشرانو یې په وړاندې سخت مقاومت وښود.
ځینې جمهوریت غوښتونکي او د اتحادیو چارواکي وايي، دغه پلان د ولسمشر له قانوني صلاحیت څخه لوړ دی، په ځانګړي ډول دا چې ویل شوي، د واکسین نه کولو په صورت کې به په میلیونونو کسان ښايي خپلې دندې وبایلي.
ولسمشر بایډن ویلي، د کرونا ضد واکسین نه کولو د مقاومت پر وړاندې د مبارزې لپاره به ټوله هڅه وکړي.
په امریکا کې ۸۰ میلیونه وګړي لا هم واکسین شوي نه دي.